دیوی لویی تاریخی پیښی یاد
نن د جنوری لمړی نیټه ده. یو پنځوس کاله پخوا چی د افغانستان خلک لا د منظم سیاسی او ملی ګوند په معنی ډیر نه پوهیدل د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند د نورمحمد تره کی په کور کی او د هیواد د زړه ورو او روښان فکره ځوانانو په ګډون جوړ شو.د ګوند کنګرس په داسی وخت کی جوړه شوه چی د افغانستان ټولواک او شاهی کورنی په فساد او ټنبلی کی ډوب وو او هیواد په سیاسی او اقتصادی لحاظ د یوی ناڅرګنده راتلونکی لور ته روان وو. که څه هم اوس د لویدیز اوددوی د داخلی پلویانو په تبلیغاتو کی د ګوند جوړیدل یوه ناوړه حادثه بلل کیږی خود خلک دموکراتیک ګوند جوړیدل د خلکو د سیاسی شعور په لوړولو کی تر ټولو ستره ونډه ولوبوله.
د دی نیټی نه وروسته نور ګوندونه او تنظیمونه جوړ او ړنګ شول چی په هیواد کی یی د سیاسی ګډون او فعالیت لار د غیر درباری پرګنو لپاره خلاصه کړه.دخلک دموکراتیک گوند د جوړیدو نه ډیرونورو حلقو الحام واخیست. د ګوند کنګره د لومړی ځل لپاره د شاهی کورنی ددخالت نه پرته، د بهرنی مرستی نه پرته خو د افغانستان د مختلفو قومونو د استازو په ګډون جوړه شوه. د ګوند کنګره دومره ستره حادثه وه چی ان د هیواد مشهور او په وطن مین خو د ګوند څخه لیری مشران لکه میر غلام محمد غبار، عبدالهادی داوی، عبدالمجید زابلی،عبدالروف بینوا، عبدالحی حبیبی، عبدالرحمن محمودی او ځینی نور فکری مشران یی ځان ته را جلب کړل. په کنګره کی د ځینودغو مشرانو استازی حاضر وو او ځینو پیغامونه ورته لیږلی وو. میر غلام محمد غبار لمړی د ګوند د تنظیموونکو څخه وو خو وروسته یی خپل زوی د استازی په توګه د کنګری د تدارک غونډو ته لیږلو. د خلک د ګوند کنګره کی د کلیوالی روښانفکری استازی ډیر وو. په دغه کنګره کی د 27 تنو ګډون کوونکو څخه یوازی دری د کابل رسمی استازی وو او نور ټول د 20 ولایتونو څخه نماینده ګی کوله. په کنګره کی د 2 کارګرانو استازو هم ګډون درلود. د خلک دموکراتیک ګوند کنګره دومره ستر تاثیر درلود چی د کنګری په در شل کی د کنګری د غړی او د خلق د ګوند یوه مشر غلام دستګیر پنجشیری په پخلی د کنګری فعال غړی محمد طاهر بدخشی د خراسان د غورځنګ اسناد د احترام په توګه د نورمحمدتره کی مخی ته کیښودل. پنجشیری وایی ” اسناد ” جمعیت خراسان ” ، درهمان شب تاءسیس کنگره ی اول – ( کنگره موءسس ) -11جدی 1343 خورشیدی مطا بق اول جنوری 1965م کابل ، پیش از راء ی شماری ازسوی محمد طاهر بدخشی ، به نورمحمد تره کی اهداء شد ” .
داسی شواهد شته چی ډاکتر عبدالرحمن محمودی چی وړاندی یی د خلق په نامه جمیعت جوړ کړی وو دغه کنګره یی د خپلی عقیدتی لاری دوام بللی وه. د خلک ګوند د کنګری د تدارک په کار کی د لمړی ځل لپاره یوی ښځی فعال ګډون درلود. اناهیتا راتب زاد ددی سره سره چی ونشوای کړای د محیطی تعصباتو له کبله د کنګری په کار کی ګډون وکړی د پردی تر شا فعاله ونډه درلوده.
زه چی لا کوچنی وم او د رحمن با با تر څنګ په محمود هوتکی ښوونځی کی می سبق وایو د مظاهرو په وخت به رحمن با با لیسی ته ورتلو. هلته مو لیدل چی د اسلامی او خلقی ګوندونو د پلویانو مظاهری د لیسی په بڼ کی پیلیدی. ډیر وخت ما لیدلی دی چی د دواړو خواوو مظاهره چیانو د یو بل سره ټوکی ټکالی کولی. د اسلامی ګوندونو د مظاهره چیانو په پرتله چی ډیری چیغی به یی وهلی او د خلکو په کالیو او ږیرو پسی به غږیدل د خلک ګوند او د هغوی د پلویانو مظاهری به ډیری په زړه پوری وی. کله به دی ځوانانو ځان سره اکاردیون او یا اتڼ چیان هم راوستل. د دوی لیدونکی به څو واری ډیر وو. دسردار داود دکودتا سره ددغو مظاهرو لړی ختمه شوه او اسلامی ګوندونو پاکستان ته مخه کړه. د خلک دموکراتیک ګوند جوړیدل پر ټولو ښه تاثیر وکړ اوپه سیاسی فعالیتونو کی یی د افغان ځوانانو لپاره ښه شرایط برابر کړل.
خوڅرنګه چی د خلک دموکراتیک ګوند کی د مختلفو قومونو او ټولنیزو قشرونو استازو ګډون کړی وو نو ددوی موخی هم بیلی وی. هغه وو چی د 1347 کال نه په ګوند کی سیاسی انشعابونه پیل شول. د انشعابونو سره سره ددی ګوند مشرانو ښه مبارزه وکړه او د خپلو بر حقه غوښتنو په وجه جیلونو ته هم واستول شول.
که څه هم چی د سیاسی قدرت د اخیستلو وروسته د خلک ګوند ډیر بنیادی بدلونونه پیل کړل خو د مختلفو عواملو له امله دی ګوند ونه توانیدو چی په هیوادکی د مستضعفو قشرونو ژوند بدل کړی. په ګوند کی د خپل منځی مبارزی له امله د ګوند اکثریت مشران په شهادت ورسیدل او د بهر نه په تپل شوی جګړه کی د ګوند څه د پاسه نوی زره غړی د څه دپاسه لسو کلونو په موده کی شهیدان شول. د خلک ګوند قدرت د 1992 کال په اپریل په 29 ختم شو، خو ددی ګوند سیاسی او ایدیولوژیک تاثیر د افغانستان پر سیاسی او ټولنیز ژوند تر اوسه باقی دی. د 1992 کال نه را په دیخوا چی د اسلامی تنظیمونو حکومت پیل شو د خلک دموکراتیک ګوند غړو په هر حکومت کی موجودیت درلود. د خلک د ګوند مختلفو څانګو لکه خلقی، پرچمی،ستم ملی، سازا(سازمان انقلابی زحمتکشان افغانستان) ، کجا (کارګران جوان افغانستان) او نورو د هیواد په سیاسی رغیدو کی په خپله اندازه ونډه لوبولی ده. اوس محال د خلک دموکراتیک ګوند نه څه دپاسه لس نور ګوندونه جوړشوی دی چی د مختلفو ذوقونو او اجنداوو لرونکو مشرانو له خوا رهبری کیږی.
دافغانستان د خلک دموکراتیک ګوند و کولای شول د هیوادپه ګوډ ګوډ کی نفوذ وکړی. د ګوند هستی او مرکزونه د شغنان د ولسوالی نه تر خوست، جاغوریو،سیستان، شینډنډ، بکوا،پچیراګام،لالپوری،دهراوت،ګرشک،جغتو،ځاځی میدان، اسلام قلعه،موټاخان،مقر، یکاولنګ اونورو لری ولسوالیو پوری پراخ شول. تر اوسه د هیواد په کچه هیڅ ګوند نه دی توانیدلی تر څو دافغانستان د خلک دموکراتیک ګوند په اندازه افغان شموله او پراخ بنسټ ولری. د خلک ګوند په خپله لمن کی د هیواد ستر سیاستوال او فرهنګی شخصیتونه لکه ستر شاعر سلیمان لایق، ستر لیکوال او ناولست نورمحمد تره کی ملی شاعر او لیکوال غلام د ستګیر پنجشیری، استاد مجاوراحمد زیار،علی ګل پیوند، شاه محمود حسین، عبدالکریم میثاق، حسن بارق شفیعی،منلی فیلسوف او عالم محمد ظاهر افق، سید عبدالحکیم شرعی جوزجانی، ډاکتر موسی وردک،او نور بارسوخه عالمان، پوځی مشران او د ښونی او روزنی استادان روزلی دی. دا پکار ده چی د خلک د ګوند د علمی او فرهنګی ونډی په باب ډیر علمی او ناپییلی اثرونه و لیکل شی.
ددی تاریخی نیټی نه په ګټه اخیستلوسره د هیواد ځوان سیاسی فعالین دی ته را بولو تر څو د تشدد نه په غیر د اکثریت مظلوم ولس د ګټو لپاره خپله برحقه سیاسی مبارزی ته د تیرو سترو کارنامو په نظر کی نیولو سره دوام ورکړی. ومن الله التوفیق
یارمحمد تره کی
د نړیوال پرمختګ څیړونکی